Loading...

Vision of Youth in Pasto

د جنوبي آسیا لپاره د ځوانانو لرلید

د جنوبي آسیا د ځوانانو ننګونه:
یو پنځه دقیقې ویدیو په اړه:
»زما لرلید د جنوبي آسیا لپاره، که زه د خپل هېواد ولسمشر/صدراعظم اووسم«

ځواب:
د افغانستان، بنګله دیش، بوتان، هند، مالدیپ، نیپال، پاکستان او سریلانکا څخه ۱۹۸ ځوانانو د سویلي آسیا لپاره د زړور او الهام بخښونکو لرلیدونو ویډیوګانو وړاندې کړې!

لاندې لنډیز د هغو ویدیوګانو د احساساتو او لرلیدونو انعکاس دی چې د ټولو ۱۹۸ ځوانانو په پیغامونو کې څرګند شوي.

د سویلي آسیا د ځوانانو لخوا بیان شوي لرلیدونو مجموعه د سویلي آسیا د خلکو تاریخي هیلې او ځینې ستراتیژیانې څرګندوي چې موږ یې د راتلونکي همکارۍ ترلاسه کولو لپاره په پام کې نیولی شو.

 

د جنوبي آسیا لپاره د ځوانانو لرلید
۱. جنوبي آسیا طبیعي ډول بې‌سرحده ده. نو د پولو د ټینګولو پر ځای، باید د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او کلتوري اړیکو پر بنسټ ګډ ژوند ته وده ورکړو.

۲. د داسې راتلونکي لپاره باید قوي بنسټونه جوړ کړو، چې داخلي پرمختګ او عامه زده‌کړه یې اساسي برخې دي.
په دې برخه کې باید پر ملي کچه د کارموندنې زیاتوالي، د کورنی تعلیمي بنسټونو جوړولو، او د سیمه‌ییزو محصلینو د تبادلې پروګرامونو او ډیجیټلي ښوونیزو شبکسو پانګونه وکړو.

۳. موږ دا حقیقت منو چې سوله د خبرو اترو او ازادۍ ته اړتیا لري، او د سرحدونو هاخوا تګ راتګ او د ولس-په-ولس ډیپلوماسۍ ته اړتیا شته.
دا کولای شي د هېوادونو ترمنځ د شته شخړېو د سوله‌ییز حل لپاره لاره هواره کړي.

۴. د دې اصل پلي کول به موږ سره مرسته وکړي چې په ګډه د بحرانونو پر وخت، لکه د چاپېریال لوی ګواښ، سره مقابله وکړو.
دا زموږ د راتلونکي ګډ زړه دی او عاجل او منسجم د حل لارو ته اړتیا لري.

۵. موږ باید په ګډه د سیندونو پر پروګرامونو، د سیمې د ککړتیا د کمولو پروژو، او د انرژۍ د سرچینو د متنوع کولو په برخه جدي اووسو.

۶. د اقتصادي ادغام لپاره ګډ لید ته اړتیا ده، چې کله ناکله د یوې جنوبي آسیا اقتصادي بلاک له لارې پلي کېدای شي.
دا لید به د چاپېریال‌پوه پرمختیا ملي ماډلونو ته لاره هواره کړي، چې د زده‌کړو لرونکو، نښلول شوې او نوښتګرې ځوان نسل یی رهبري کړی

.
۷. آسانی پولې او د سمندر له لارې اړیکې به ازاد تجارت ته وده ورکړي؛ داسې تجارت چې پر برابري او ګډو اندېښنو ولاړ وي، نه پر واکمنۍ.
۸. د سارک (د جنوبي آسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ ټولنی) بیا فعالول د دې لیدونو څرګندونه ده.

 

 

د جنوبي آسیا د ځوانانو لید د تحقق لپاره اړین نوښتونه
د ځوانانو لپاره د پلاتفورمونو برابرول اړین دي او باید تکرار شي.
د یو رهبر د مسوولیت اخیستلو سره، هغه لرې موضوعات زموږ د کورونو او ژوند نږدې برخې ته راولي. دا ځوانانو ته الهام ورکوي چې پراخ او ژور واقعیتونه درک کړي، او په ګډه زمونږ د نړۍ د تغییر، پرمختګ او بدلون لپاره نه ‌ستړېکیدونکی هڅې وکړي.

 

راځئ نور یو بل ته د جلا ګاونډیانو په سترګه ونه ګورو، بلکې د یوې متحدې کورنۍ په څېر عمل وکړو… دلته کوچني هېوادونه نشته، یوازې قوي شراکتونه دي. نه بېوزلي خلک شته، نه بېوزلي هېوادونه، یوازې ناپېژندل شوې وړتیاوې.

راټولونکي:
کبیر راؤ – هندوستان
شیر عباس – پاکستان